د افغانستان او جنوبي افریقا تاریخي‌ لوبه؛ چا نیوکې او چا ستاینې کړې دي؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, نورګل شفقدنده, بي‌بي‌سي، لندن۲۷ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 9 دقیقې


د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرېکټ په روان شل اووریز نړیوال جام کې پرونۍ لوبه داسې یوه لوبیزه پېښه شوه چې په اسانه به د کرېکټ مینه‌والو، مبصرینو او لوبغاړو له خولې و نه لوېږي.


ځکه خو له تېرې ورځې راهیسې پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر اېکس او فېسبوک د دواړو لوبډلو د نوم هش‌ټېګ ټرېنډ دی او خلکو یې په اړه ډول ډول غبرګونونه ښکاره کړي دي.

د ۲۰۲۶ کال تر ټولو اوږدې روژې به په کومو سیمو کې وي؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, بي‌بي‌سي نیوز افریقا۲ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 6 دقیقې


د مسلمانانو سپېڅلی میاشت رمضان، یا روژه سږکال سې‌شنبه د فبرورۍ ۱۸مه له ماښام وروسته پیلېږي، خو دا د نړۍ لروبر د هېوادونو له موقعیت سره تړاو لري.


د روژې میاشتې د پیل نېټه هر کال ځکه بدلېږي چې حساب یې له عقیدوي اړخه د سپوږمۍ د دورو له مخې کېږي.


عمومآ د رمضان میاشت له یوه کاله بل ته ۱۱ ورځې مخکې پیلېږي.

د اوسېدو ځای د انسان پر شخصیت څه اغېز لري؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, ميريام فرانكلدنده, بي بي سي نيوز۱۸ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 5 دقیقې


که تاسو په بل ځای کې لوی شوي وای، نو یو بدل شخص به وای؟ د څېړنو یوه مخ پر وده لړۍ د طبیعت او پالنې د اغېزو او ستاسو د هویت په اړه د دې پخوانۍ پوښتنې ځوابولو کې مرسته کوي.


د هند کلکتې ته نږدې په یوه کوچني کلي کې د دوبي په یوه تاوده ماښام، مشران ویده وو او زه له خپلې خورلڼې (د تره لور) سره پر ځمکه ناست وم او د شړشمو په غوړیو کې پخې شوې وریژې مو خوړلې، کله چې هغې ماته وکتل او ویې پوښتل: "ایا دا رښتیا ده چې په سویډن کې خلک د غواګانو او خنزیرانو غوښې خوري؟" زه هغه وخت شاوخوا لس کلن وم، لږ وشرمېدم او پر سر خوښورولو مې ورته د هو ځواب ورکړ.

برلیناله فیستیوال د شهربانو سادات په فلم سره پرانیستل سو

دبرلین د فلمونو نړیوال فیستیوال «برلیناله» چې د نړۍ د سینماگانو تر ټولو مهم فیستیوال دی، ۱۰ ورځې به دوام ولري او مشري یې آلمانی ډایرکټر ویم وندرز، پرغاړه لري.

د «ښه نارینه نسته» په نوم فلم چې فلمبرداره یې یوه افغانه ده، د شهربانو سادات په ډایرکټرۍ د دغه فیستیوال د پرانیستلو پر وخت نندارې ته وړاندې سو.

اړونده موضوع: د سولې پروسه کې د افغان مېرمنو پر زړورتیا جوړ نوی فلم

د طالبانو حکومت غواړي له ایرانه تېل او ګاز وارد کړي خو وایي، یوه غوښتنه لري

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, هدایت الله همیمدنده, بي‌بي‌‌سي۲۸ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 7 دقیقې


د طالبانو حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده په یوه حکم کې افغانستان ته د بې‌کیفیته تېلو او ګازو واردوونکو شرکتونو سره د قانوني چلند امر کړی، د طالبانو حکومت له ایرانه د تېلو او ګاز د بیې راټیټولو او افغانستان ته د تخفیف ورکولو غوښتنه کړې ده.


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي کابل کې د ایران د تېلو له وزیر سره کتنه کې همدا شان افغانستان ته د صادراتي تېلو د کیفیت د ساتنې غوښتنه وکړه.

د ایران په اړه د ترمپ او نتانیاهو غونډه بې موافقې ختمه سوه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په واشنګټن کي خبري وکړې، او له خبرو اترو وروسته، ترمپ اعلان وکړ چي د ایران له پاره د پلان په اړه هیڅ موافقه نه ده سوې.

دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ له نتانیاهو سره تر خپلي لیدني وروسته په ټولنیزو رسنیو کي په یوه پیغام کي وویل: «کومي قطعي پایلي ترلاسه نه سوې، او بیا ما ټینګار وکړ چي له ایران سره خبري اتري باید دوام ومومي ترڅو وګورو چي ایا یوې موافقې ته رسیدل ممکن دي که نه.»

د تيو اندازه د ښځو پر روغتیا څه اغېز لرلی شي؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, ربېکا تورندنده, د بي بي سي د نړیوالې برخې د روغتیايي راپورونو څانګه۳۵ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 6 دقیقې


"ما به تل خپلې اوږې راټولې نیولې او ځان به مې ګړوپ کړ، چې زما غټې سینې ښکاره نه شي. ښه مې یاد دي چې زه به ډېره شرمېدم."


د ارجنټاین د پوهنتون یوې استادې راکېل په ۲۰۱۰ کال کې پرېکړه وکړه، چې د سینو د کوچني کولو عملیات وکړي.

امیر خان متقي: هېڅوک د افغانستان او تاجکستان "دوستانه اړیکې نه شي زیانمنولی"

۱ دقیقه وړاندې
د لوستلو وخت: 3 دقیقې


د طالبانو حکومت وايي چې افغانستان او تاجکستان دوه "وروڼه هېوادونه" دي چې ګډ کلتوري او ژبني مشترکات سره لري او هېڅوک یې ترمنځ "دوستانه اړیکې نه شي‌ زیانمنولی."


دا څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجکستان سفیر سعدي شریفي سره په کابل کې نن پنجشنبه (سلواغه ۲۳/فبروري ۱۲) د یوې ناستې پرمهال کړې دي.

له طالبانو سره د تاجيکستان د اړيکو هدف څه دی؟

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۱۲) پر ایکس باندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په کابل کې د تاجیکستان د جمهوریت سفیر سعدي شریفي، له امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې اترې کړي دي.

دغه لیدنه کتنه پس له هغه ترسره سوه، چې تاجیکستان په وروستیو میاشتو کې په تکرار سره د هغو «ترهگرو او مخدره موادو د قاچاقچیانو» له وژل کیدو څخه خبر ورکړی دی، چې له افغانستانه ورداخل سوي ول.

امريکا په قطر کي بند پاته افغانانو ته پيسې ورکوي

د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ کانګرس ته وويل چي د بهرنيو چارو وزارت په قطر کي د هغه کمپ د تړلو په هڅه کي دی چي له کلونو راهيسي پکښې بند پاته افغانان اوسيږي.

د تیر کال له پیل راهیسي، کله چي د دونالد ترمپ ادارې د هغو افغانانو د بیا میشتیدني مخه ونیوله چي د امریکا له پوځ سره د اړیکو له امله يې د طالبانو له غچ اخیستلو څخه ویره درلوده، تر ۱۱۰۰ ډېر کسان د امريکا د پوځ په پخواني کمپ اسيليه (CAS) کي ساتل کيږي.

ایران: د ټرمپ د ګواښ په سیوري کې د اسلامي انقلاب ۵۷ کلیزه

۲۶ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 3 دقیقې


څو اوونۍ وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا د حکومت ضد اعتراضونو تر ځپلو وروسته، د بي بي سي لوړپوړې نړیوالې خبریالې، لیز دوسېت، د لومړي ځل لپاره ایران ته سفر کړی دی.


لیز دوسېت له تهرانه پر دې شرط راپورونه چمتو کوي چې هېڅ یو رپوټ به یې پر بي بي سي فارسي نه خپرېږي. دا محدودیت ایران کې په ټولو فعالو نړیوالو رسنیو پلی کېږي.

د بي‌بي‌سي پښتو ژبې وټس‌اپ چینل: د غړیتوب لاره او د مهمو خبرونو ترلاسه کول

۱۸ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 2 دقیقې


د بي‌بي‌سي نیوز پر پښتو وټس‌اپ چینل تر ټولو مهم خبرونه په خپل موبایل کې لوستلی شئ.


موږ د افغانستان او نړۍ مهمې پېښې ستاسو لپاره راټولوو او د بي‌بي‌سي نیوز پښتو د وټس‌اپ چینل له لارې یې له تاسو سره شریکوو.


دا خبرونه په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو په اړه، په افغانستان کې د ښځو پر محدودیتونو، د افغان کډوالو پر وضعیت او دغه راز د فوټبال او کرېکټ وروستي خبرونه، مرکې او شننې رانغاړي.

آلمان ته یوه ډله نور افغانان هم راورسیدل

په برلین کې یوه بله الوتکه راکښته سوه چې هغه افغانان پکښې سپاره وو چې د طالبانو له گواښ څخه لهافغانستان څخه پاکستان ته تښتیدلي وو. لکه څنگه چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي، د آلمان له خوا د منلو د ژمنو لرونکي ۴۷ کسان برلین ته راورسیدل.

فوټبال څنګه له نجونو سره د جبري واده پر وړاندې مرسته کوي

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, دیویا اریادنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس۲۷ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 8 دقیقې


د یوه ګرم دوبي ماښام کې چې نیشا وایشناو ۱۴ کلنه وه، هغه او د هغې ۱۸ کلنه خور منا د فوټبال تمرین کې وې چې ویې ولیدل پنځه ځوانان یې عکسونه اخلي.


نیشا ژر پوهه شوه چې ولې هغوی دې ته لېوالتیا لري، دا کسان د یوې کورنۍ غړي وو او په کې یوه داسې جوړه هم وه چې د خپل زوی لپاره مېرمنه لټوي.

بنګله دېش کې د شیخ حسینه حکومت له ړنګېدو وروسته لومړی ځل ټولټاکنې کېږي

۳۵ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 4 دقیقې


په بنګله دېش کې د ټولټاکنو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی دی چې د ځايي وخت له مخې به د مازدیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې دوام وکړي.


دا ټاکنې د څو دلیلونو له مخې مهمې دي او له تېرو ټاکنو سره توپير لري.


په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد کې د محصلینو په مشرتابه له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته شيخ حسينه له واکه لېرې کړل شوه او وروسته د هغې پر ګوند عوامي ليګ بندیز ولګېد، ځکه هغوی نه شي کولای په ټولټاکنو کې برخه واخلي.

د سلمان خان او اجې دېوګن په ګډون د هند فلمي نړۍ مشهورو کسانو له ...

۳۲ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: 3 دقیقې


مشهورو بالیووډ ستوري د هندي ممثل راجپال یادېو مالي ملاتړ لپاره رامخکې شوي، چې د یوه بانکي چیک د بېرته ستنېدو (باونس) په قضیه کې زنداني دی. وروستي نومونه چې په دې لړ کې ورزیات شوي دي، ممثلین سلمان خان او اجی دېوګن دي.


د بي بي سي له هندي څانګې سره خبرو کې د راجپال یادېو مدیر ګولډي ادعا کړې چې د فلمي صنعت ګڼ شمېر مشهور ممثلین له راجپال یادېو سره مرستې ته چمتو دي.

د امریکا د انرژۍ وزیر د وینزویلا د تېلو صنعت څېړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر، کریس رايټ، وینزویلا ته سفر کوي چې د هغه هیواد له سرپرست مشرانو سره د لیدلو پر مهال د دې هیواد د تېلو او ګازو صنعت وڅېړي. ...

ولسمشر ټرمپ نن د اسرائیل له لومړي وزیر سره ملاقات کوي

امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، نن چهارشنبه ( د فبرورۍ ۱۱) په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، کوربه دی. ...

ټرمپ: د ایران سره د یوې غوره معاملې په لټه کې یو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي دي چې د ایران له رژیم سره هر ډول هوکړه چې هغه یې کوي "باید یوه ښه معامله وي". ټرمپ دا څرګندونې فاکس بزنس تلویزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، کړي دي. ...