منځپانگې ته ورتلل

لومړی مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا ته ښه راغلئ

پښتو ويکيپېډیا یو وړيا پوهنغونډ دی چې هر څوک یې سمولای شي.

زموږ ژبه دم‌مهال ۲۰٬۹۲۵ ليکنې لري.

مرسته غواړئ؟ لاندې کليک کړئ؛

د فېسبوک رسمي حساب د واټس‌اپ رسمي حساب د انسټاګرام رسمي حساب د يوټيوب رسمي حساب  اېکس رسمي حساب

د نن غوره ليکنه

Illinois Centennial half dollar, obverse

شاه حسين د ميرويس نيكه دوهم زوی وو چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل. ( بشپړه ليکنه...)

د نن سبا خبرونه

اغا خان په لندن کي د افغانستان په اړه کنفرانس ته د خبرو په حال کي
اغا خان په لندن کي د افغانستان په اړه کنفرانس ته د خبرو په حال کي
  • ۳ جنوري ۲۰۲۶: د وینزویلا پر پلازمېنه د یو برید په پایله کي ددغه هیواد ولسمشر او مېرمن یې د متحده ایالاتو له لوري ژوندي ونیول سوه، او تمه ده چي په امریکا کي به محکمې ته وړاندي کړل سي.
  • ۳۱ ډیسمبر ۲۰۲۵: د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره خالده ضیاء مړه سوه.
  • ۳۰ ډیسمبر ۲۰۲۵: د سوریې حکومت خپله نوې کرنسۍ رسما بازار ته وړاندي کړه، چي د پخواني ولسمشر بشار الاسد انځور ترې لیري کړل سوی دی.
  • ۲۹ ډیسمبر ۲۰۲۵: د حماس ویاند او نوموتی اتل ابو عبیده د اسراییلي ځواکونو په برید کي شهید سو.
  • ۲۷ ډیسمبر ۲۰۲۵: اسراییلو د سومالي لېنډ په نوم له سومالیا بېل غوښتونکې سیمه د خپلواک اسلامي هېواد په توګه په رسمیت وپیژندله.
  • ۱۴ ډیسمبر ۲۰۲۵: د اسټرالیا په پلازمېنه سیډني کي پر یهوادنو باندي د یو برید له امله ۲۰ تنه یهودان مړه او یو شمېر ټپیان سول.
  • ۹ ډېسمبر ۲۰۲۵: د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرتونو د محدودولو د اعلان سره سم امریکا د ٥٠ ایرانیانو یوه ډله د ایروزونا ایالت څخه په چارټر الوتکه کې تهران ته واستوله او د ٥٥ ایرانیانو یوه بله ډله په راروانو ورځو کې له دې هېواده باسي.
  • ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵: پر ډیورنډ کرښه تر خونړیو نښتو وروسته افغانستان د پاکستان په ټینګار او غوښتنه پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وکړه.
  • ۳۱ جولای ۲۰۲۵: د فوټبال د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی؛ قاسم جان اتل په کندهار کې وفات سو.
  • ۱۱ مارچ ۲۰۲۵: د جعفر ایکسپریس بريد؛ بلوڅ وسله‌والو شاوخوا ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وتښتول.
  • ۲۰۲۵ فبرورۍ ۴ مه : کریم اغا خان (په لوړ انځور کي)؛ د اسماعيلي شیعه‌ګانو ۴۹م امام د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لزبن کې مړ شو.
  • ۲۰۲۵ جنورۍ ۱۰ مه: د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزير وټاکل شو.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: پر ښځو باندې د بندیزونو لړ کې اقتصاد وزارت په یوه تعقیبي مکتوب کې له داخلي او بهرنیو موسسو غوښتي، ترڅو ښځینه کارکوونکې ګوښه کړي. وایي، که یې امر ونه منل شي، فعالیتونه به یې وځنډوي او جواز به یې لغوه کړي.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره اتم مقام خپل کړ.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر جیمي کارتر مړ شو.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۹ مه: په سوېلي کوریا کي د الوتکې پرېوتو یوې خونړۍ پېښې له کبله ۱۲۵ وګړي وژل شوي دي.

د نن غوره انځور 

د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي. د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي.

انځورګر: [Darrian Traynor/ICC/Getty Images]

ويکيپېډيا نورې برخې

د پښتو ويکيپېډيا ځينې لارښود مخونه دا دي؛

د ويکيپېډیا خورلڼې پروژې

د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندې توګه دي؛

ويکيپېډیا په نورو ژبو

ويکيپېډیا په ۲۰۰۱ (۲۰۰۱) کې پیل او په پښتو ژبه ۲۰٬۹۲۵ لیکنې لري.

ويکيپېډیا په نورو ژبو کې